ایکنا خبري آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، په وروستیو شپو ورځو کې د دافغانستان د کابل ښار د په پنځلسمې سیمې کې د طالبانو په وسیله د دغه هیواد د پوځ دیوه پخواني افسر رحمت ا...قادری دنیونې او شکنجې او دهغه د وهلو ټکولو په باب د ویډیوئي کلیپ خپریدا د خلکو د پراخو اعتراضونو او مظاهرو سبب شوې ده .
د افغانستان په پنجشیر کې هم په عنابه ولسوالۍ کې د یوه ځوان کس په وژل کیدا باندې اعتراضونه په دوهمه ورځ هم روان دي . په هغې ویډیو کې نن په سوشل میډیا کې خپره شوي ،مظاهره کونکی یوه ښځه وائي ، په پنجشیر ولایت کې د طالبانو په شتون سره ظلم لازیات شوی دی . ځوانان نیول کیږي او عام خلک هم چارماري کیږي .دغه راز په مظاهرې کې ګډون کوني میرمنې د طالبانو او وروستیو جنایتونو په ضد سخت شعارونه ورکوي .
همداراز د افغانستان رسندویو راپور ورکړی،طالبانو د آریانا ټيلیویژني چینل یو خبریال شاهپورفرهمند او د؛نورین؛خصوصي ټيلیویژني چینل اجرائي مشر محمدعراف نوری هم نیولي دي .البته څو ساعتو وروسته طالبانو فرهمند خوشی کړی دی،خو د نوري برخلیک تردې دمه کوم خبر نشته .
داپه داسې حال کې دي چې دطالبانو مشرانو د بخښنې عمومی اعلان کړی،خو بیا هم د تیر حکومت مسئولان نیول او شکنجه کیږي ،چې داد طالب وګړو د خپلو مشرانو د فرمان خلاف ورزي او د خلکو ځورول او کړول ممکنه ده د دوي د نسکوریدا او ورڅخه د کرکې سبب شي .